Benchmarks
View scores and output across OCR models spanning many document categories.
Want to run these evals on your own documents?
Talk to SalesAFGHAN GERMAN ONLINE
http://www.afghan-german.com
http://www.afghan-german.de
افغان جرمن آنلاین
AGOافغان
f
۲۰۱۹/۰۶/۲۸
t
سید عبیدالله نادر
زمونږ د خلکو لید د راتلونکي نسل په هکله، د پرمخ تللي هيوادونو په پرتله
د دنيا د خلکو ذهنیت دا دی، چې راتلونکي نسل د سوکالي د پاره ډیر خدمتونه وکړي، او ډیری آسانتیاوې برابري کړي. پرته له دې چې د همدې وخت او زمان خلک چې په کښي ژوند کوي، دوی په خپله ډیری ستونزې ګالي، خو له بده مرغه زمونږ په وطن کې د کم سواده خلکو څخه په تیره دا اورو، چې هر څه کېږي، همدا اوس دې په مونږ ښه وي، يعني په مونږ دې ښه تیره شي. اوس چې مونږ خوشحالي او آرامي د دې وطن ونه وینو، په راتلونکي نسل دې خدای اور ولګوي. په داسې حال کې چې داسې نه ده، مونږ باید ډیر لیرې راتلونکی په نظر کې ونیسو، او د راتلونکو نسلونو د پاره خدمت وکړو، او آسانتیاوې وربرابري کړو. د موضوع د بلاغت او ښه رسونې د پاره به فکر کوم، دا لنډه کیسه بسیا وي.
وايي چې يو پادشاه د ښکار په نیت مخ په سارا تللی وو. په لاره کې يې يو غریب او ډیر زور سړی ولید، چې میوه داره نیالګی کري، او دهغه نیالګی کره، چې هغه ډیر عمر پس حاصل ورکوي. نو پادشاه ورته رانږدې شو، او په ټوکه يې ورته وویل: دا نیالګی چې ته يې کرې، پر دې ډاډه يې چې د دې حاصل به وخوري، په داسې حال کې چې دا ونه ژند وروسته حاصل ورکوي. دنیا دیده سپین ږیری د معرفت په رڼا کې ډیر ښکلی ځواب ورته ورکړ. او وې وویل: ډیر خلک پخوانیو وکرل او مونږ يې میوې وخوړې، نو مونږ يې کرو تر څو راتلونکی نسل يې وخوري. پادشاه چې په خپله هم زړه يې د معرفت په نور روښانه وو، دا خبره يې ډیره په زړه ښه ولګیده، او د عبرت ټکان يې وخوړ، او خبره يې خوښه شوه. دومره يې خوښه شوه چې سم دلاسه يې سپین ږیری د پاره د يو شاهانه خلعت او بخشش امر ورکړی. سپین ږیری ډیر سخت کټکټ په خندا شو، او ډیر يې وخندل. پادشاه ترې نه پوښتنه وکړه چې څنګه دې دا يې وخندل! سپین ږیری چې زړه د معرفت په څراغ روښانه وو، داسې ځواب ورکړ چې د نورو نیالګي پس د ډیرو کلونو حاصل ورکوي، زما نیالګی همدا اوس حاصل ورکړو. پادشاه په خپل زړه هم په خندا شو او نوره هم دا خبره پرې ښه ولګیده، او د نور بخشش امر يې هم ورکړو. که نورو د راتلونکي نسل د پاره خدمت کړی وای، مونږ به په دې حال نه وو. د وطن د يو دردمن شاعر سید حسن (حسن) شعر دی چې وايي:
که نورو آسایش او آرام غواړي
گهواري غوندې د ځان کړېدل زده کړه
د پاڼو شمېره: له 1 تر 1
افغان جرمن آنلاین په درنښت تاسو همکاری ته رابولي. په دغه پته له موږ سره اړیکه ټينګه کړئ maqalat@afghan-german.de
یادونه: د ليکنې د ليکنيزې بڼې پازوالي د ليکوال په غاړه ده، هیله من يو خپله لیکنه له رالیږلو مخکې په غور و لولئ