Talk to Sales

Benchmarks

View scores and output across OCR models spanning many document categories.

Want to run these evals on your own documents?

Talk to Sales
Page 1
  • هغه کسان چې د اطریش جمهوریت د خلکو په گټه هغوی ته بهرنی پاسپورت ورکړ شوی دی: استوگن اجازه نامه
  • د مدني وضعیت تصدیق نامه، که موجود وي (د زيريدني تصدیق، نکاحنامه، د گډ ژوند تصدیق نامه) په هغه صورت کې چې نوم بدل کړی وي، د دې اسنادو وړاندي کول حتمي دي.
  • د بهرني پخواني پاسپورت، که راجع کیږي (چې هغه به باطل کړی شي) او یا هم د ورکیدلو د راپور تصدیق؛
  • په علمي برخه کې شهادتنامه او یا هم د صلاحیت لرونکي انجنیر تصدیق نامه، که راجع کیږي.
  • د هغو کسانو لپاره چې له مرستندویه حفاظت څخه گټه اخلي او ځيني مشخص بهرني پاسپورټونه چې د اطریش جمهوریت د خلکو د گټو په خاطر صادر شوي دي، یو بل اضافي ثبوت غوښتل کیږي چې هغوی له خپل ملک څخه پاسپورت نشي تر لاسه کولی، مثلاً د سفارت لخوا تصدیق، البته تر هغه حد پورې چې دا کار معقولاً عملي کیدونکی وي؛
  • د بهرني پاسپورټونو لپاره چې د اطریش جمهوریت د خلکو د گټو په خاطر صادر شوي دي، باید په اضافي توگه دا خبره هم ثابته شي چې ټول شرایط په ښه توگه عملي شوي دي او په هغو برخو کې چې د اطریش جمهوریت د خلکو گټې خوندي دي.
  • په انفرادي قضیو کې، د پاسپورت دفتر چارواکي کیدای شي د نورو اسنادو غوښتنه هم وکړي، اساساً هغه وخت چې د معلوماتو د سموالي په اړه شک پیدا شي (مثلاً املا/انشاء).

د دې لپاره چې ثابته کړئ چې خپل پاسپورت نشي ترلاسه کولای

  • بهرني پاسپورت د هغو کسانو لپاره چې له مرستندویه حفاظت څخه گټه اخلي، یوازې د هغو خلکو لپاره ورکول کیږي چې هغوی د خپل هیواد پاسپورت نشي ترلاسه کولی. دا خبره عموماً چې باید ثابته شي (مثلاً د سفارت لخوا تصدیق) په لاندې حالاتو کې ثبوت نه غوښتل کیږي:
  • د اصلي هیواد سفارت یا کونسلگري په اطریش کې موجود نه وي او په دې اساس پاسپورت نشي ورکول کیدای؛
  • چارواکیو ته دا خبره معلومه وي چې د هغه هیواد سفارت په اطریش کې چا ته پاسپورت نه ورکوي؛
  • هغه خطر چې د هغه پر بنسټ مرستندویه حفاظت ورکړ شوی دی، په خپله په هغه هیواد کې رامنځته شوی دی (د هیواد لخوا تر تعقیب لاندې) او یا هم ملک په واقعاً دا وړتیا ولري چې حفاظت ورکړي، په خپل دې کار کې ناکامه شوی دی (د ملک بې علاقګي چې حفاظت ورکړي)

اضافي اسناد د ماشومانو لپاره

  • د درخواست کوونکي والدین یا قانوني استازي د هویت اسناد
  • د ساتنې ثبوت، که چیرې د سوابقو سره له سم له خپل والدینو سره نه وي

لګښت

  • د هر درخواست کوونکي لپاره چې عمر يې 12 کاله او یا پورته وي، 75.90 یورو (د صدور فیس) چې باید نغدي ورکړی شي
  • د ماشومانو لپاره تر 12 کلنۍ پورې 30.00 یورو
  • تر 2 کلنۍ لاندې ماشومانو لپاره لومړی پاسپورت وړيا ورکول کیږي

پیسې باید نغدي او د پاسپورت دفتر کې ورکړ شي. د 200 او 500 یورو نوټونه نه منل کیږي.

د تطبیق وړتیا او اعتبار

  • بهرنی پاسپورت د نړۍ د ټولو ملکونو لپاره اعتبار لري، په استثنا د اصلي هیواد څخه.
  • بهرنی پاسپورت حد اکثر د استوگن اجازه نامې د مودې تر وخته پورې صادریږي.

Seite 2 von 3