Benchmarks
View scores and output across OCR models spanning many document categories.
Want to run these evals on your own documents?
Talk to Sales
د افغانستان د بڼوالۍ د پرمختیا ملي موسسه
د بڼوالۍ د خصوصي سکتور د پرمختګ حمایه کول
سپین ریښه خوړونکی چینجی
پته: انګو، د زراعتي کوپراتیفونو تعمیر، بادام باغ، کابل، افغانستان
ایمیل: info@afghanistanhorticulture.org
ویب: www.afghanistanhorticulture.org
د اړیکې شمېره: ۰۲۰ ۲۳۲ ۰۲۲ (۰) ۹۳+
دا پروګرام د اروپايي ټولنې لخوا تمويليږي.
نورې لارښوونې:
په ځمکه کې د مناسبې زهکشۍ څخه ډاډ ترلاسه کول ځکه چې ریښه
خوړونکي سپین چینجي مرطوبې خاورې ته ترجیح ورکوي، خاصتاً ښځینه
حشره یې ورستو عضوي موادو ته لیوالتیا ښيي تر څو چې په دغو
مرطوبو ورستو شوو عضوي موادو کې خپلې هګۍ واچوي.
د کروندو غاړو ته د ونو کمول یا دهغوی د ښاخونو پرې کول کومې چې
ځوانې حشرې راجلبوي.
- د زیاتې نایتروجني سرې (یوریا) استعمال کومه چې کولای شي ددې
چینجي لاروا د ژوند په لومړۍ مرحله کې له منځه یوسي.
د ونو ښورول په کومو کې چې نوموړو حشرو ځالې نیولې وي او خپل پناه
ځای پکې جوړ کړی وي پدې ښورولو سره حشرې لاندې تویږي او
کیدای شي چې راټولې او وسوزول شي...
کیمیاوي کنترول Chemical Control
کیمیاوي درملنه باید په هغه وخت کې صورت ونیسي چې د نوموړې
حشرې لاروا ځوانه وي، زړه او پخه لاروا یې قوي او په ځمکه کې ډېره
ژورې ځي او د درملو له تاثیر له ساحې وځي.
1. ددې چینجي د کنترول لپاره لاندې حشره وژونکي باید
استعمال شي Carbofuran (Furadan Granules)
دانه دار سیستمیک او تماسي حشره وژونکی دی او په محلي
مارکیټ کې لاس رسی ورته کیږي.
2. Dipterex یا Trichlorfon یوه غیر سیستمیک
حشره وژونکی درمل دی دغه درمل د اورګانو فاسفورس مواد په
لرلو سره د تماسي په صورت کې د حشرې د مرګ سبب ګرځي
3. Carbaryl (Sevin) روڼ تیزابي حشره وژونکی
درمل دی دهضمي او تماسي په صورت کې د حشرې د مرګ
سبب ګرځي
4. د ونو په نودو باندې که چېرې ګونګې راټولې شوې وي د تماسي
حشره وژونکي لکه کاربایل سوین چې یو تماسي حشره وژونکی
درمل دی باید استعمال شي
د صحتمندو تصدیقي نباتي موادو په اړه د افغانستان د نیالګیو
روزونکو ملي مؤسسې (انګو) معلومات
څرنګه چې د افغانستان د نیالګیو روزونکو ملي مؤسسه په ټول هیواد کې
فعالیت لري او خپلې ټولې چارې یې د صحتمندو، خپل اصل او نسل سره
سمو نباتي موادو په تولید باندې راڅرخي ترڅو خپلو غړو ته صحتمند نباتي
مواد برابر کړي چې ددې موخې لپاره د بادام باغ د نباتي ټکنالوژۍ لابراتوار
او ساحوي کارکونکو سره په همغږۍ د صحتمندو نباتي موادو د تولید
پخاطر ټولې چارې پرمخ بیايي.
کوربه نباتات Host Plants
نه یواځې دا چې ریښه خوړونکی سپین چینجي د قوریو د نیالګیو له ریښو
څخه تغذیه کوي، بلکې یو کلنو نباتو له ریښو څخه لکه جوارو، باجرې،
سویابینو، ځمکني توتانو، کچالو، وربشو، ګنډیالو، غنمو، جودرو، لوبیاو
، شلغمو او په یوه کمه اندازه د نورو نباتاتو لکه تنباکو، رومي بانجانو
مارچوبه، ممپلیو، او یو شمیر زیاتو سبزیجاتو، ګلابو او نورو زینتي نباتاتو
له ریښو څخه هم تغذیه کوي، ځوانه حشره له خوشبویو ګلانو خوشوي
او له ځنګلي ونو له پاڼو او میوه لرونکو له میوې نه تغذیه کوي.
دافت تنظیم او اداره Pest Management
موندنې یا ردیابي Detection methods
موندنې یا ردیابي: د موندنې یا ردیابۍ لارې چارې په هغه صورت یو
ځای پلټل چې په هغه کې د سپینو چینجو حمله موجوده وي او دغه پلټنه
ددې چینجو د پیدا کولو لپاره د نموي فصل په سر کې د ځمکې د کیندلو
پواسطه ترسره کړي کله چې چینجي د ځمکې سر ته نږدې وي.
زراعتي عملیات Cultural practices
سپین ریښه خوړونکی چینجي شګلنې خاورې خوښوي یعنې د خپل فعالیت
لپاره شګلنو خاورو ته ترجیح ورکوي او هغه خاصې منطقې چې ددې
حشرې د موجودیت تاریخچه لري جدي مراقبت او څارنه یې باید وشي.
د ځمکې د اړولو په وخت کې زیاتې لاروا، پیوپا او یا هم ځوانې حشرې یې
لمر او ښکارچیانو (الوتونکو) پواسطه له منځه وړل کیږي.
کرنیز تناوب یا نوبتي کرنه Crop rotation
کرنیز تناوب یا نوبتي کرنه ددې چینجي د کنترول لپاره یوه مؤثره لاره ده
کچیرې د جوارو نه وروسته هغه نباتات چې مقاوم یا لږ حساس او
د عمیقو ریښو لرونکي پلي داره نباتات لکه، مښنګ، نخود او یا لوبیا وکرل
شي نو د کنترول یوه مؤثره طریقه به مو غوره کړې وي. او هم دارنګه
لمرګلی، هوږه، کاسني په کرلو سره ددې آفت مخنیوی له اصلي نبات نه
وکړی شي.